د چين د سره صليب ټولنې د مرستندويه طبي توکو لومړۍ جوپه د فبرورۍ په نهمې نېټې د سوريې پلازمينې دمشق ته ورسېده.
په سوريې کې د چین لوی سفير شه هونګ وي، د سوريې د سيمه ييزې ادارې او د چاپيريال ساتنې مرستيال وزير او د دې هېواد د سرې مياشتې ټولنې رئيس خالد حبوباتي د دغو توکو د سپارلو په مراسمو کې ګډون کړی و.
شه هونګ وي خبري رسنيو ته ويلي، چې چين د سوريې له زلزله ځپلو سيمو سره مرستې کوي او نن يې د طبي توکو لومړۍ جوپه دغه هېواد ته وسپارله او په راتلونکې کې به نورې مرستې هم ورسره وکړي.
نوموړي ويلي، چې هېواد يې د ناورينونو د مخنيوي په برخه کې د سوریې ټينګ ملاتړ کوي. د سوريې د سيمه ييزې ادارې او د چاپيريال ساتنې مرستيال وزير د چین له مرستو مننه کړې او سوريه او چین يې په ستونزمنو حالاتو کې يو د بل ښه دوستان ياد کړي دي. نوموړي ويلي، د چين د طبي توکو ياده مرسته به ډېر ژر زلزله ځپلو سیمو ته ورسوي.