چيني ستورمزلو د چين فضايي سټېشن ته د تجربې په موخه د پاکستان ځيني نباتي تخمونه وړي وو او څه موده مخکې يې بېرته ځمکې ته راښکته کړي دي.
په اسلام اباد کې د چين سفارت د فبرورۍ په ۸مې نېټې ياد تجربه شوې تخمونه د پاکستان ساينسپوهانو ته د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې وسپارل.
چين او پاکستان په لرې فضا کې د نباتي تخمونو د روزلو همکاريزې پروژې لري، چې له مخې يې پاکستاني ساينسپوهانو د دغه هېواد د ۷ مهمو طبي بوټو تخمونه انتخاب کړي وو، چې چيني ستورمزلي يې په لرې فضا کې وازمويي.
چيني ستورمزلو د پاکستان د طبي بوټو ياد تخمونه د ۲۰۲۲م کال د جون په ۵مه نېټه د شنجو څوارلسم نمبر فضايي بېړۍ له لارې د چين فضايي سټېشن ته ولېږدول او په لرې فضا کې يې ۶ مياشتې وساتل او تجربې يې پرې وکړې او د همدې کال د ډسمبر په ۴مې نېټې يې بېرته ځمکنۍ کرې ته راښکته کړل.
د پاکستان د طرحې، پرمختګ او ځانګړو پروژو وزير په يادو مراسمو کې ويلي، چې په لرې فضا کې د چين او پاکستان د نباتي تخمونو د روزلو همکاريزه پروژه د هغو نباتي تخمونو په روزلو کې له پاکستان سره مرسته کولی شي، چې له اقليمي بدلون سره یې سمون لري.
نوموړي هيله ښودلې، چې پاکستان به د ساينس او ټېکنالوژۍ په برخه کې له چين څخه تجربې تر لاسه او خپله سويه به پرې لوړه کړي.