د میزان په نوم یوه ایرانۍ رسنۍ وایي، چې په یاد هېواد کې د ډله ییز جنسي تېري په تور ۹ تنه اعدام شوي دي. یاد کسان د شپې مهال یوه باغ ته دننه شوي وو او یوه مېرمن یې ځورولې وه. په اعدام محکوم شوي دغه کسان تېره ورځ د شیراز ښار په عادل اباد زندان کې ځړول شوي دي. وړاندې تر دې د ایران د فارس ولایت لوی څارنوال علي القاصیمه ویلي و، چې دغه کسان یوه بڼ ته ننوتي وو د نارینه او مېرمنو له بېلولو وروسته یې په درېیو ښځو جنسي تېری کړی و. د نوموړي په خبره، د درې مېرمنو له ډلې دوه یې نه دي حاضر شوي چې شاهدي ورکړي، خو د دوی قضیه د یوې مېرمنې په شکایت څېړل شوې ده. ایران د نړۍ په کچه د هغو هېوادونو د نوملړ په سر کې راځي، چې ډېر اعدامونه پکې کېږي.