د هوسا ژوند ۳۰ رازونه کتاب چې په دې وروستيو کې له چاپه راوتلی، د لوستونکو لپاره په ژوند کې د کاميابۍ، د ښو اړيکو پاللو، د ماشومانو د روزنې او يوې اغېزمنې کورنۍ د جوړولو، د غوره ټولنيزو چلندونو، هيلو ته د رسېدو، د اغېزمن شخصيت جوړولو او پر ځان د باور پيدا کولو په اړه ګټورې مشورې او خبرې لري.
دغه کتاب چې ژباړونکې او راټولونکې يې اغلې حميده امين الکوزۍ ده، په ۹۰ پاڼو او بېلابېلو سرليکونو کې په غوره فصاحت سره د ختيځ خپرندويې ټولنې له لوري چاپ شوی دی.
د کتاب د متن ژبه روانه، ساده او عام فهمه ده چې لوستونکی په لومړي ځل لوستلو سره ترې اصلي مفهوم ترلاسه کولای شي.
د دغه اثر بله ښه ځانګړنه دا ده چې تر ډېره د عملي او ازمايل شويو تکتيکونو، تجربو او روشونو څخه پکې استفاده شوې او ټولې سپارښتنې يې له ازمايښتونو او څېړنو وروسته وړاندې کړې دي.
د دې ترڅنګ د کتاب بحثونه ډېر لنډ او جالب دي. له اضافي خبرو او جملو څخه پکې ډډه شوې ده او لوستونکی نه ستړی کوي.
هغه وروڼه او خويندې چې په خپل ژوند کې د ژور خپګان، ناهيلۍ، کورنيو ستونزو، ټولنيزو بې ثباتيو، رواني اختلالاتو، د نه پرمختګ، غمجن کېدو او په ځان د نه باور له ستونزو سره مخ وي، د دغه کتاب سپارښتنې او لارې چارې ورسره مرسته کوي.
د کتاب ژباړونکې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې محصله ده چې تر دې وړاندې يې پښتو ژبې ته يو بل کتاب «سل کاله ژوند وکړئ» ( د نېکمرغه ژوند ۲۱ رازونه) په نوم هم ژباړلی او چاپ شوی دی.
د کتاب د ژباړونکې په وينا، ځکه يې د ارواپوهنې په برخه کې ژباړې ته ملا وتړله چې افغاني ټولنه په حقيقت کې د جګړو، بېوزليو او غربت له وجې يوه رنځوره ټولنه ده او په رواني لحاظ يې اکثريت وګړي رنځور دي، نو د دې اړتیا له مخې یې دا ګام پورته کړی دی.
د دې ترڅنګ دویم دليل يې دا هم دی چې پښتو ژبه د فکري رغونې او سلامتيا په برخه کې د اړتيا د پوره کېدو په اندازه مواد او اثار نه لري. د علومو زده کوونکي او نور وګړي تل په دغو برخو کې له ستونزو سره مخ وي، د دې لپاره چې خپل ټولنيز مسووليت يې ادا کړی وي، نو په ژباړه يې لاس پورې کړی.
مینه وال کولای شي دغه کتاب په کابل کې له اکسوس او د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو، په ننګرهار کې د ختيځ کتاب پلورنځي، په خوست کې له قريشي او نورو کتاب پلورنځيو څخه ترلاسه کړي.