دا چې اوس په هېواد کې د ژمي موسم دی، نو ډېر خلک به مو لیدلي وي چې د وزګارتیا پر مهال د لمرګلي زړي چې په ډېره زیاته کچه اوس له بهر نه را وارېدېږي، خوري. د ډاکترانو په وینا، لمرګلی ډېرې عجیبې ځانګړنې لري او دا ځانګړنې د دغه ګل په زړو کې پټې دي. د دوی په وینا، د دغه ګل په زړو کې د زړه، پوستکي، سرطان او د مایوسۍ ناروغیو درملیز خواص شته. ډاکټران وايي، لمرګلی باید په خپلو خوړو کې شامل کړو، ځکه لمرګلی ويټامین اې او وړې دانې یې په خپل ترکیب کې انټي اکسیډېنټ هم لري. که یو څوک نیمه پیاله د لمرګلي دانې سپينې کړي، نو په دې نیمه پیاله کې شپږ ګرامه پروتین او څلور ګرامه فایبر موجود دي چې دا دواړه د صحت لپاره خورا اړین دي. د لمرګلي دانې د انسان د بدن ښکلا او د زړه په قوي ساتلو کې هم پوره ونډه لري، د دې ترڅنګ د بدن د مضرو مرکباتو مخه نیسي. په بازار کې د دغه زړو ځانګړي غوړي هم پیدا کېږي چې ډاکتران یې د کارولو سپارښتنه کوي.