د ايران د بهرنيو چارو وزارت د دغه هېواد د خوزستان ولايت په اهواز ښار کې د وړمې ورځې تر خونړي بريد وروسته پرون د متحدو عربي اماراتو د سفارت سرپرست احضار کړ.
د شنبې ورځې په سهار څلورو بريدګرو د ايران په اهواز ښار کې د ايران د سپاه پاسداران پر پوځي رسم ګذشت ډزې وکړې، ۲۹ تنه يې ووژل او تر ۶۰ ډېر نور يې ټپيان کړل.
د بريد پړه د الاحوازیه په نوم د عرب بېلتونپالو يوه خوځښت واخيسته او ويې ويل چې دا يې د مشروع مبارزې يوه برخه ده. دوی ژمنه کړې وه چې د خپلې مبارزې په لړ کې به هېڅ ملکي وګړی په نښه نه کړي. وروسته بيا داعش ډلې هم ادعا وکړه چې د ايران سپاه پاسداران ته درنه مرګ ژوبله دوی ور اړولې ده.
که څه هم د ايران د بهرنيو چارو وزارت له لوري د اماراتو سفارت د سرپرست د احضار د دليل په اړه څه نه دي ويل شوي، خو رسنيو ويلي چې ښايي دا کار په اهواز کې تر بريد وروسته د اماراتي چارواکو له څرګندونو سره تړاو ولري.
د ابوظبۍ د وليعهد حقوقي سلاکار او د پوهنتون استاد عبدالخالق عبدالله پر ټوېټر ليکلي چې د اهواز بريد غير ترهګريز عمل و چې موخه يې د پوځيانو په نښه کول وه. هغه دغه راز ويلي وو چې د ايران خاورې ته د جګړې لېږد د اماراتو ژمنه ده او دا هڅې به په راتلونکي کې لا ډېرې چټکې شي.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت د وړمې ورځې په ماښام د هالنډ او ډنمارک سفيران او دغه راز د برېټانيې د سفارت سرپرست احضار کړي وو او په يادو هېوادونو کې يې د الاحواز ډلې د غړو د فعاليتونو په تړاو ورسره خپلې اندېښنې شريکې کړې وې.
رسنيو د باخبره سرچينو په حواله ویلي چې ښايي د ايران او اماراتو تر منځ ناندرۍ ډېرې شي او داسې اټکل هم شته چې د دواړو هېوادونو په ډيپلوماټيکو اړيکو کې ژور بدلون راشي.
دا په داسې حال کې ده چې په ايران کې د اماراتو سفارت له تېرو دوو کلونو راهيسې د سرپرست له لوري اداره کېږي.