اسوشیټیډ پریس په یوه راپور کې ویلي، چې د پاکستان د پولیسو او د پخواني لومړي وزیر عمران خان د پلویانو ترمنځ نن چهار شنبه یو ځل بیا نښتې شوي دي. پولیسو د عمران خان په کور چاپه وهلې ده، خو تر اوسه پورې یې په نیولو نه دي بریالي شوي. پر عمران خان د واک پر مهال د اختلاس او محکمې ته د نه حاضرېدو تور پورې دی.د راپورونو له مخې نه یوازې په لاهور کې بلکې په څو ښارونو لکه کراچۍ، اسلام اباد، پېښور، کوټه او راولپنډۍ کې د خان پلویانو له پولیسو سره نښتې کړې دي. پولیسو د نښتې پر مهال اوښکې بهونکی ګاز هم کارولی دی.





































