د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د نړۍوالې شورا په عمومي غونډه کې افغانستان سره د تخنیکي همکاریو ترڅنګ د بودجې زیاتولو پرېکړه هم وشوه. د افغانستان کرکټ بورډ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې عمومي مشر میرویس اشرف او اجراییوي رییس د کرکټ نړیوالې شورا د غړو هېوادونو د عمومي او اجراییوي مشرانو په غونډو کې ګډون وکړ .په خبرپاڼه کې راغلي، په یاده غونډه کې سربېره پر دې د افغانستان د راتلونکو سیالیو پروګرام تایید شو او دغه راز به د افغانستان کرکټ بورډ رسمي روزونکو ته د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د روان کال د مۍ میاشتې له ۲۰مې تر ۳۰مې نېټې پورې د دریمه درجه روزنې پروګرام پیلیږي چې پکې به لس افغان روزونکي ګډون وکړي. دغه راز په یاده ناسته کې هوکړه وشوه چې د کرکټ نړیواله شورا په نږدې راتلونکي کې د لوړو کارکردګیو پروګرام پیلوي چې په ترڅ کې به یې څلور بشپړ او دویمه درجه غړیتوب لرونکي هېوادونه لوبې کوي.




































