شنبه, سپتمبر 12, 2026
28 °c
Columbus
23 ° سه شنبه
23 ° چهارشنبه
23 ° پنجشنبه
22 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

    د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

    د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

د چين او روسيې ستراتېژيکې همکارۍ د نړۍ لپاره ډېرې مهمې دي

مارچ 23, 2023
in نړیوال خبرونه
0 0

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۲۲ مه نېټه له روسيې رسمي ليدنه پای ته ورسوله. د دغه سفر پرمهال د چين او روسیې مشرانو دوې ګډې اعلاميې لاسليک کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړيکو د پرمختګ او په بېلابېلو برخو کې يې خپلمنځي راتلونکې همکارۍ طرحه کړې دي. دواړو مشرانو همدارنګه د کرنې، د ځنګلونو چارو او  بنسټيزو علمي څېړنو په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخيزو همکاريو  يو شمېر سندونه هم لاسليک کړي دي.  دغه سفر ډېرې لاسته راوړنې او تاريخي اهميت لري او د دوستۍ، همکارۍ او سولې سفر بلل کېږي.

دا بهر ته د چين د دولت رئيس په توګه له بيا ټاکل کېدو وروسته د شي جين پينګ لومړی سفر دی او روسيې ته يې نهم سفر هم دی. د دغه درې ورځني سفر پر مهال د دواړو هېوادونو مشرانو ډېرې صادقانه او دوستانه خبرې کړې او پر يو لړ موضوعاتو موافقې ته رسېدلي دي. دواړو خواوو هوکړه وکړه چې دواړو هېوادونو ترمنځ د نوې زمانې هراړخيزې ستراتېژيکې همکاريزې اړيکې ژورې او پراخې کړې دي. رئيس شي جين پينګ له پوتين سره د ګډې مطبوعاتي غونډې پر مهال وويل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې نه یوازې د دواړو هېوادونو لپاره، بلکې د نړۍ د تشکيلاتو او د انسانانو سرنوشت لپاره هم ډېرې مهمې دي.

اوسمهال د چين او روسیې د نوې زمانې هراړخيزې ستراتېژيکې همکاريزې اړيکې د تاريخ تر بل هر وخت لوړې سويې ته رسېدلې او پرمختګ يې هم دوام لري. روسيې ته د شي جين پینګ دغه سفر بهر ته داسې څرګند  پيغام ورکړی، چې چين له پخوا راهيسې خپلواکې ډيپلوماتيکې تګلارې غوره کوي، له روسیې سره د اړيکو ټينګول او ورته پرمختګ ورکول د چين هغه ستراتېژيک انتخاب دی چې د خپلو اصلي ګټو او د نړۍ د پرمختګ د تمايل له مخې يې کړی او د کومې مودې او کومې پېښې له امله نه بدلېږي. د دواړو هېوادونو مشرانو په خپلو ګډو اعلاميو کې يو ځل بيا څرګنده کړې چې دواړه هېوادونه به د خپلو مهمو او کليدي ګټو په تړاو لرونکو موضوعاتو کې یو له بل ملاتړ ته دوام ورکړي او په خپلو کورنیو چارو کې به د بهرنيو مداخله کوونکو له دسیسو سره ګډه مقابله وکړي. پوتين وویل چې هېواد يې د تايوان له هر ډول جلاغوښتونکو سره مخالفت او د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتلو لپاره د چين له اقداماتو ټينګ ملاتړ کوي. یاد ټکي د چين او روسيې ترمنځ د سياسي متقابل باور د ټينګ بنسټ ښودنه کوي.

صادقانه همکارۍ د چين او روسيې ترمنځ د دوه اړخیزو اړيکو له مهمو برخو څخه دي. روسيې ته د شي جين پینګ د دغه سفر پر مهال دواړو مشرانو «له ۲۰۳۰م کال مخکې د چين او روسیې ترمنځ د اقتصادي همکارۍ د مهمو برخو د پرمختګ پلان په اړه ګډه اعلاميه » لاسليک کړې او پکې يې تائيد کړې، چې دواړه خواوې به په ۸ برخو کې ګډې اقتصادي همکارۍ وکړي. د روسیې فدراسيون حکومت مالي اکاډمۍ مرستيال پروفيسور ګولګ ميرزويان وايي، چې د چين او روسيې ترمنځ صادقانه همکارۍ به دوام ولري او زیاتې اړوندې پروژې به يې پيل شي چې د دواړو هېوادونو اقتصادي او ټولنيز پرمختګ ته به ګټې ورسوي.

اوسمهال په نړۍ کې داسې بدلونونه چې په تېرو سلو کلونو کې ساری نه لري، په چټکۍ رامنځته کېږي او نړیوالې قواوې يو له بل سره شديده مقايسه کوي. ځينې لوېديځ هېوادونه د سړې جګړې په مفکورې پارټ بازي جوړوي او نړیواله سوله او ټيکاو ګواښي. روسيې ته د شي جین پينګ د دغه سفر پرمهال چيني لوري څرګنده کړې، چې هېواد به يې د شانګهای همکارۍ سازمان، د بريکس هېوادونو د همکارۍ ميکانيزم او د شلو هېوادونو ډلې په ګډون په نړيوالو څواړخيزو ډګرونو کې له اړوندو خواوو سره ګډې همکارۍ پیاوړې کړي او رښتينی څواړخيزم به عملي کړي، دغه راز د غلودانو او انرژۍ د خونديتوب او د صنعتي او اکمالاتي ځنځير د ثابت ساتلو په برخو کې به زيات خدمتونه وکړي او له بېلابېلو خواوو سره به د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره ګډې هڅې وکړي. روسي لوري د نړيوال امنيت، پرمختګ او تمدن په اړه د چين له دريو وړانديزونو ملاتړ څرګند کړ او د بېجینګ په منځګړيتوب د سعودي عربستان او ايران ترمنځ د خبرو هرکلی يې وکړ.

دواړو خواوو همدارنګه د نوې زمانې د خپلمنځي هراړخيزو ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو په اړه يوه ګډه اعلاميه خپره کړې. له دغې اعلاميې څخه د نړیوال وضعيت او ډېرو تودو مسئلو په اړه د دواړو هېوادونو ګډې نظريې معلومېږي. د بېلګې په توګه دواړه هېوادونه “خبرې” د ستونزو تر ټولو ښه حل لار بولي، له انزوا څخه نه ، بلکې له ټولشموليته ملاتړ کوي او له هغې کړنې سره مخالفت کوي چې د ډيموکراسۍ او ازادۍ په پلمه پر نورو هېوادونو فشارونه اچوي، دواړه هېوادونه همدارنګه هڅه کوي چې د نړیوالو اړیکو نوې بڼې جوړې کړي.

دواړو خواوو د اوکراين مسئله هم ياده کړې او په خپله ګډه اعلاميه کې يې مسئولانه خبرې د دې مسئلې تر ټولو ښه حل لار وبلله. روسي لوري يوځل بيا څرګنده کړې، چې د سولې خبرې به ژر بيا پيل کړي، دغه راز د چين د اړوند دريځ هرکلی يې کړی او هيله يې ښودلې چې چين له سياسي او ډيپلوماتيکو لارو چارو د دغې ستونزې د هوارۍ لپاره مثبت رول ولوبوي.

د چين او روسيې د مشرانو په ګډې لارښوونې به د دواړو هېوادونو اړيکې لاپسې ژورې شي، دغه راز د دواړو هېوادونو په ګډو هڅو به د نړۍ د څو قطبي کېدو او د نړيوالو اړيکو د ډيموکراتيکېدو بهيرونه زيات خوځند ځواک ولري او د نړۍ امنيت او پرمختګ به لاښه تامين شي.

Share1Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
Columbus, United States
شنبه, سپتمبر 12, 2026
Mostly Cloudy
28 ° c
43%
11mh
-%
26 c 20 c
سه شنبه
27 c 20 c
چهارشنبه
27 c 20 c
پنجشنبه
27 c 17 c
جمعه
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2
The Algerian Foreign Ministry headquarters is seen in Algiers, Algeria on May 5, 2026, following Algeria's decision on September 10, 2026, to sever diplomatic relations with the United Arab Emirates after exhausting all avenues to preserve bilateral ties, as stated in a communique from the Ministry of Foreign Affairs. Photo by Billel Bensalem/APP/ABACAPRESS.COM

الجزاير له عربي متحده اماراتو سره ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړې

سپتمبر 11, 2026
A worker installs a CCTV camera beside a BRICS summit banner bearing an image of Indian Prime Minister Narendra Modi in front of Bharat Mandapam, the venue for the summit, in New Delhi, India, Thursday, Sept. 10, 2026. (AP Photo/Manish Swarup)

شي جين پينګ به د برېکس هېوادونو د مشرانو په ۱۸مه غونډه کې د ګډون لپاره هند ته لاړ شي

سپتمبر 11, 2026
NEW DELHI, INDIA - SEPTEMBER 9: PWD workers carry out preparations and beautification work near Bharat Mandapam ahead of the upcoming BRICS Summit on September 9, 2026 in New Delhi, India. (Photo by Sanjeev Verma/Hindustan Times via Getty Images)

سروې: برېکس د نړيوالې حکومتولۍ لپاره رغنده پيغام ورکوي

سپتمبر 11, 2026

«بېجینګ ورځ» فعالیت؛ د تړونونو ارزښت پکې له ۴۴ میلیارد یوانو واوښت

سپتمبر 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In