امریکایي چارواکي وایي چې په کنټاکي ایالت کې د پوځ د دوو چورلکو د ټکر له امله نهه سرتیري وژل شوي دي. د امریکا د پوځ یو تن ویاند ویلي چې دا پېښه تېره شپه په کنټاکي ایالت کې د تمریناتو پر مهال رامنځته شوې ده. سرچینې زیاته کړې چې د بلاک هاوک ډوله دوه چورلکې د یاد الات په ټریګ کاونټي کې له ټکر وروسته پر ځمکه غورځیدلې دي. د کنټاکي والي انډي بیشیر ویلي چې په دې پېښه کې نهه سرتیري وژل شوي دي. بلخوا پولیسو ویلي چې چورلکې په یو میدان او د لرګیو په یوې سیمې کې غورځېدلي دي. د پېښې په اړه پلټنې پیل شوې دي.





































