د افغانستان تر نولس کلنو د کم عمر لرونکو لوبډلې د دوه اړخیزې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې د سریلانکا نولس کلنو لوبډلې ته د ۵۰ منډو په توپیر سره ماتې ورکړه. د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د افغانستان تر ۱۹ کلنو د کم عمر لرونکو لوبډلې د یادې سیالۍ پچه وګټله او لومړی یې خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه چې په ۴۵.۲ اورونو کې یې د ۲۳۳ منډو هدف وټاکه. سرچینې زیاته کړې، د افغانستان په ګټه وفي الله تره خېل ۶۸، نعمان شاه ۶۴ او جمشېد خان ځدراڼ ۵۷ منډې ترسره کړې. د سریلانکا له لوري ملشا تاروپاتي ۴ او ویهاس تیومیکا ۲ ویکټې په خپل نوم کړې. د افغانستان لخوا ټاکل شوي هدف پسې که څه هم سریلانکایي لوبډلې ښکلی پیل درلود خو د خلیل احمد د توپ اچونې پر وړاندې پاتې راغله او ۱۸۲ منډو کې یې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړه. د افغانستان له لوري خلیل احمد ۵، فریدون داودزي ۲ او کامران هوتک یو لوبغاړی د لوبې له ډګره بهر کړی. د افغانستان ۱۹ کلنو ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی خلیل احمد په ۸ اورونو کې د ۳۸ منډو بدل کې د ۵ ویکټو په ترلاسه کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.




































