د ناټو عمومي منشي ینس سټولتنبرګ وايي چې فنلېنډ به نن د پوځي تړون ۳۱م غړی شي. د ناټو عمومي منشي د فنلېنډ غړیتوب د دغه هېواد او ناټو په ګټه وباله او هیله یې څرګنده کړه، چې سویډن به هم وکړای شي چې ډېر ژر د دغه تړون غړی شي. د ناټو عمومي منشي وویل چې ترکیه د ناټو وروستی غړی هیواد و چې په دې تړون کې یې د فنلېنډ غړیتوب تایید کړ. د ترکیې پارلمان دوه ورځې وړاندې هغه طرحه تصویب کړه چې له مخې یې فنلېنډ کولای شي د ناټو غړیتوب ترلاسه کړي. په ناټو کې د فنلېنډ د یو ځای کېدو په غبرګون کې د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر الکساندر ګروشکو ویلي چې هېواد به یې د خپلې خاورې په لوېدیځ او شمال لوېدیځو سیمو کې خپل پوځي ظرفیتونه پیاوړي کړي.