د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنایي تورونو له امله په نیویارک کې ځان محکمې ته سپارلی او رسماً نیول شوی دی. ټرمپ پرون له غرمې وروسته کله چې ځان محکمې ته سپاره د نیویارک په ښار کې کلک امنیتي تدابېر نیول شوي وو. هغه له یو ډول تاریخي جنايي تورنو سره مخامخ دی. ټرمپ تېره ورځ له فلورېډا ایالت څخه د نیویارک ښار ته تللی او هلته یې په خپلې ودانۍ کې شپه کړې ده. پر ټرمپ تور دی چې د ۲۰۱۶ د ولسمشریزو ټاکنو د انتخاباتو په درشل کې یې د فلمونو یوې کارکوونکې سټورمي ډانیلز ته پېسې ورکړې چې له هغه سره یې د جنسي رابطې کېسه رسوا نه کړي. خو ټرمپ دا تورونه په کلکه رد کړي. اوس چې هغه ځان محکمې ته وسپاره، پرې لګول کېدونکي تورونه به په رسمي ډول ښکاره شي. بلخوا بي بي سي خبر ورکړی، چې ټرمپ د سودګریزو راجسترونو د جعلکارۍ له یوې سرغړونې سره خامخا مخامخېدونکی دی. ځینې رپوټونه وايي، پر ټرمپ د لګول شویو تورونو په نوملړ کې شاوخوا ۳۰ تورونه راغونډ شوي.