تهران د واشنګټن د هغې غوښتنې هرکلی وکړ چې له ایران څخه غواړي په یمن کې د جګړې د ختمېدو لپاره د سولې د پروسې ملا وتړي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني ددې غوښتنې هرکلی کوي او ټېنګار یې وکړ چې ایران «د جګړې له پیل راهېسې د سولې د پروسې لپاره هلې ځلې» کوي. د ایران د شخړې د هواري دپلوماتیکې هلې ځلې د سعودي عربستان او ایران ترمنځ د دپلوماتیکو اړیکو د بیا پیل کېدو دتړون له لاسلیک څخه وروسته چټکې شوې. دا تړون څه موده مخکې لاسلیک شو او چین د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ و. سعودي عربستان د یمن د حکومت او ایران د حوثي یاغیانو ننګه کوي. دا پرمختګونه داسې مهال مخې ته راځي چې د ملګرو ملتونو په منځګړتوب د یمن د حکومت او حوثي یاغیانو ترمنځ د تړون یو کال پوره شو. جوبایډن په امریکا کې له ولسمشر کېدو سره سم وویل چې د یمن د جګړې ختمولو هڅو ته به لومړیتوب ورکوي، تر ده مخکې بل ولسمشر دونالډ ټرمپ د یمن د حکومت په ملاتړ د سعودي په مشرۍ د ایتلاف ننګه کوله.په یمن کې له شاوخوا یوې لسیزې راهېسې جګړه روانه ده چې د ملګرو ملتونو د مقاماتو په وینا سلګونه زره خلک په کې مستقیمآ او غیر مستقیمآ وژل شوي او د نړۍ یو تر ټولو بد بشري بحران یې زېږولی دی.