د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي چې د پولنډ له پلازمېنې وارسا څخه کتنه تر سره کوي، نن وویل چې اوکراین پولنډ یو د لوېدیځ له خپلو نږدې متحدینو او هغه شریک ګڼي چې د روسیې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د دې هېواد په بیا رغونه کې مهم رول لوبولای شي. زیلینسکي د پولنډ له ولسمشر اندژې دودا او صدراعظم ماټیوش موراویسکي سره له کتنې وروسته له خپل پولنډي سیال سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې دغه څرګندونې وکړې. د پولنډ ولسمشر اندژې دودا په دې خبرې کنفرانس کې وویل چې پولنډ به اوکراین ته ۱۴ میګ ۲۹ جېټ جنګي الوتکې ورکړي. دودا وویل چې څلور میګ ۲۹ الوتکې چې په هنګرونو کې ولاړې وې، په وروستیو میاشتو کې د اوکراین وسله والو ځواکونو ته سپارل شوي او څلور نورې اوس ورکول کېږي چې شمېر به یې اتو ته ورسېږي. هغه زیاته کړه دوی چمتو دي چې شپږ نورې میګ ۲۹ الوتکې هم کییف ته ورکړي او د دغو الوتکو لېږد به ډېر ژر تر سره شي. پولنډ پر اوکراین د روسیې د یرغل راهیسې د خپل ختیځ ګاونډي لپاره د لوېدیځ د پوځي او سیاسي ملاتړ په راجلبولو کې مهم رول لوبولی دی.