د پاکستان د ملي امنیت کمېټې تر روژې وروسته د وسله والو ډلو پر ضد د سختو عملیاتو پیلولو اعلان کړی دی. پاکستانیو رسنیو ویلي چې دا اعلان په اسلام اباد کې د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ د ملي امنیت کمیټې غونډه کې وشو. د لومړي وزیر له دفتر څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې د وسله والو ځواکونو مشران او دکابینې یو شمېر غړو برخه اخیستې وه. پاکستان په داسې حال کې د ترهګرو پر ضد د عملیاتو پیلولو اعلان کړی دی چې په دې وروستیو کې په دغه هېواد کې ترهګریزې پېښې زیات شوې دي. په اعلامیه کې راغلي، د ترهګریزو او نا امنیو پېښو د زیاتېدو لامل له تحریک ط البان پاکستان سره د پخواني حکومت نرم چلند و.