د اوکراین او روسیې مقامات وايي پرون یې شاوخوا ۲۰۰ جنګي بندیان تبادله کړي دي. د روسیې د دفاع وزارت ويلي دي چې ۱۰۶ سرتېري د اوکراین له توقیف څخه خوشې کړل شوي دي. د اوکراین د ولسمشر د دفتر رئییس اندري یرماک ویلي دي چې روسیې د هغوی ۱۰۰ بندیان خوشي کړي دي. کیف او مسکو د دغې تبادلې په اړه ډېر جزیات نه دي خپاره کړي. اندري یرماک په خپل ټیلیګرام کې لیکلي دي چې د اوکراین ځینې خوشي شوي سرتېري سخت ژوبل او ناروغ دي. نوموړي ویلي دي چې د ۱۴ میاشتنۍ جګړې په ترڅ کې د جنګي بندیانو دا وروستۍ تبادله «اسانه نه وه». خو هغه په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي. د بندیانو تبادله یوه هغه برخه ده چې روسیه او اوکراین په کې له یو بل سره همکاري لري. د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چې خوشې شوي عسکر یې په پوځي الوتکو کې مسکو ته انتقال شوي دي چې درملنه یې وشي او بېرته په خپلو پښو ودرېږي. روسیې او اوکراین تر دې مخکې هم ځینې بندیان تبادله کړي وو.