د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون ويلي، چې اروپا باید پر امريکې خپله تکيه کمه کړي. مکرون يادې څرګندونې له چين څخه د رسمي لېدنې په بهير کې د فرانسې او امريکا له دوو ورځپاڼو سره د مرکې پرمهال کړې دي. نوموړي ويلي، چې اروپا د وسلو په برخه کې پر امريکې تکیه لري او په خبره يې، اروپا باید د خپل دفاعي صنعت پراختیا ته وده ورکړي او په دې برخه کې باید اروپا خپل واحد معيارونه ولري. مکرون زياته کړې، چې اروپا د انرژۍ د عرضې په برخه کې هم پر امريکې ډیره تکیه لري او اړينه يې بللې، چې اروپا باید د انرژۍ سرچینې زياتې او د اټومي او بيا کاروونکې انرژۍ پراختیا ګړندۍ کړي.