د بلوچستان امنیتي چارواکي وایي، څلور امنیتي پولیس له وسله والو سره په نښته کې وژل شوي دي. چارواکو ویلي چې وسله والو نن سې شنبه په کوچلاک سیمه کې د پولیسو په یوې ګزمې ډزې وکړې او بیا وتښتیدل. د سیمه ییزو پولیسو یو لوړ پوړي چارواکي محمد زوهیب ویلي چې د ډزو په تبادله کې یو وسله وال هم وژل شوی او پاتې نور تښتېدلي دي. پاکستان له څو کلونو راهیسې په بلوچستان کې د وسله والو پر وړاندې مبارزه کوي چې د دې صوبې د شتمنیو لویه برخه غواړي.