د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي چې نهه عرب هېوادونه سعودي عربستان ته بلل شوي چې د سوریې په اړه بحثونه وکړي، په دې وروستیو کې د دمشق د اوږدې انزوا د ختمېدو هڅې زیاتې شوې دي. جدې ته د خلیج د همکارۍ د شورا شپږ غړي بحرین، کویټ، عمان، قطر، سعودي عربستان او متحده عرب امارات بلل شوي او همدغه راز د مصر، عراق او اردن وزیران هم دعوت دي. د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند مجید الانصاري وویل چې دا غونډه د جمعې په ورځ ده او زیاته کړې یې ده چې اساسي موخه د سوریې پر وضعیت باندې خبرې کول دي. د سوریې ولسمشر بشارالاسد په ۲۰۱۱ کال کې په دغه هېواد کې د جګړې له پیل را وروسته په دپلوماتیک لحاظ منزوی شوی دی، خو په دې وروستیو دوو میاشتو کې یې متحدو عربو اماراتو او عمان ته سفرونه وکړل. قطر له متحدو ایالتونو او ځینو نورو اروپايي هېوادونو سره په ګډه له بشارالاسد سره د اړیکو له عادي کولو انکار کړی.