ایراني چارواکي وايي یو پلاوی یې پرون چهارشنبه ریاض ته رسېدلی چې په دغه هېواد کې د دپلوماتیک ماموریت بیا پیلولو ته لاره پرانیزي. تر دې یوه ورځ مخکې د سعودي عربستان یو پلاوي په همدې هدف تهران ته سفر کړی و. د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ شاوخوا اووه کاله دپلوماتیکي اړیکې پرې وې، خو څه موده مخکې د چین په منځګړتوب یې د اړیکو د بیا پیلولو تړون لاسلیک کړ او د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ژمنه وکړه چې په سیمه کې به د سولې او ثبات راوستلو لپاره کار کوي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني په یوې اعلامیې کې ویلي، ایراني پلاوی به په ریاض کې د سفارت او په جده کې د کونسلګرۍ او د اسلامي همکاریو په کنفرانس کې د ایران د دایمي استازیتوب د بیا پیل په اړه لازم ګامونه اخلي. بلخوا د سعودي یو پلاوی له حوثي یاغیانو سره د سولې خبرو لپاره یمن ته تللی.