د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن یو ځل بیا اوکراین ته د روسیې پر ضد جګړه کې د باور وړ ملګرتیا ډاډ ورکړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن خپل اوکرایني سیال دیمیتري کولیبا ته د روسیې پر ضد جګړه کې د متحده ایالتونو د دوامداره ملاتړ ډاډ ورکړی دی. بلېنکن له کولیبا سره په خبرو کې د اوکراین اوسنۍ جګړه د دغه هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا، حاکمیت او خپلواکۍ دفاع بللې ده. انټوني بلېنکن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، مونږ له اوکراین سره څنګ په څنګ درېدو ته تر هغو ژمن یو چې اړتیا وي ورته. هغه ویلي، دې ملاتړ ته ځګه دوام ورکوي چې په خبره یې اوکراین د روسیې د جګړې متقابل عملیات بریالي مخته بوځي. د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیتري کولیبا هم ویلي، انټوني بلېنکن د باور وړ ملګرتیا ډاډ ورکړی، داسې ملګرتیا چې بریالیتوب او سولې ته د رسېدو لپاره د اوکراین د پرمختګ پر هڅو به متمرکزه وي.