د پاکستان د پولیسو چارواکو نن اعلان وکړ چې، په بندري ښار کراچۍ کې د جامو د یوې کارخونې دننه اورلګېدنه کې د اطفایې څلور کارکوونکي مړه شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي. د پولیسو په وینا، دغه اور چې د چهارشنبې په ورځ لګېدلی، تر اوسه يې لامل نهدی معلوم. د لګېدلي اور له کبله د دغې کارخونې ودانۍ هم ورانه شوې ده. پولیسو ویلي، د اطفایې کارکوونکي هغه مهال مړه شول چې د فابریکې د ودانۍ تر خښتو، خاورو لاندې شول. ویل کېږي، اور داسې سیمه کې بل شوی چې شاوخوا یې نورې ډېرې کارخونې هم شته.