د امریکا په ټکزاس ایالت کې یو فارم کې د چاودنې له کبله تر ۱۸ زره پورې غواګانې وژل شوې دي. په دې فارم کې د چاودنې له کبله یو کس سخت ټپي شوی دی. چارواکي وايي، دوی ګومان کوي چې په دې فارم کې متان نومي ګاز اوراخیستی، چې له کبله یې چاودنه شوې. د یادونې ده، چې په امریکا کې د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۱ کلونو تر منځ د اورلګېدنې پېښو کې لږ لږه درې میلیونه څاروي وژل شوي دي. د تازه پېښې په هکله د کاسترو سیمې پولیسو مشر وايي، دوی ته ماښام څه باندې اووه بجې د اور لګېدو معلومات ورکړل شول. د پولیسو ادارې له لوري په خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کېږي چې له فارمه د لوګو یوه لویه لوخړه پورته شوې ده.