د چين د بهرنيو چارو وزير چين ګانګ چې د جمعې په ورځ د آلمان د بهرنيو چارو د وزيرې انالينا بيربوک کوربه و، وويل چې، بېجينګ غواړي د روسيې او اوکراين ترمنځ د سولې لپاره کار وکړي. ګانګ په دې څرګندونو کې ویلي چې، چین به د روسیې او اوکراین ترمنځ په جګړه کې په هیڅ یو اړخ وسلې ونه پلوري. بیجینګ ته د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې سفر چین ته د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون د وروستي سفر په پای کې ترسره شوی دی. په همدې حال کې چین اعلان کړی چې د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف په بلنه به راتلونکې اوونۍ خپل د دفاع وزیر لی شانګفو مسکو ته واستوي.