د روغتيا نړيوال سازمان تازه شمېرنه ښيي، چې په سوډان کې د پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ د جګړې له امله د دغه هېواد په پلازميه خرطوم کې ۸۳ کسان وژل شوي او ۱۱۲۶ نور ټپیان شوي دي. دغې جګړې د سوډان د پلازمينې خرطوم، جنوبي کوردوفان او شمالي دارفور او شماليه ايالتونو په ګډون ډېرو ځايونو کې خلکو ته مرګ ژوبله اړولې. سرچینه وايي چې مرګ ژوبله په پلازمينه خرطوم کې تر ټولو زیاته ښودل شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې نن هم د دې هیواد د پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ نښتې د دریمې ورځې لپاره هم جریان لري.