په سوډان کې د پوځ او یوې ملیشې ډلې ترمنځ د واک په سر جګړه د دوشنبې په ورځ د درېیمې پرله پسې ورځې لپاره دوام درلود چې له امله یې د ملګرو ملتونو د چارواکو په خبره، لږترلږه ۲۰۰ کسان وژل شوي او تر ۱۸۰۰ ډیر ټپیان شوي دي. د اوربند لپاره د روانو هلوځلو سره سره، دواړو اړخونو د جګړې بندولو ته تیاری نه دی ښودلی. د پلازمینې خرطوم او ور څېرمه ښار اومدوران شاوخوا روانه جګړه د یکشنبې شپې راهیسې شدیده شوې چې جنګي الوتکې، درنې وسلې، توپونه او زغروالې موټرې پکې کارول کیږي. چارواکو ویلي په وژل شویو کسانو کې د ملګرو ملتونو درې کارکوونکي هم شامل دي.