د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند ناصر کنعاني ویلي، چې د ايران ولسمشر ابراهيم ریيسي او د سعودي عربستان د پاچا سلمان بن عبدالعزيز يو بل ته د سفر بلنې ورکړې دي. کنعاني په يوه خبري غونډه کې ویلي، چې ايران ته د سعودي عربستان د پاچا سلمان بلنه رسېدلې چې د ايران له ولسمشر ریيسي يې پلازمينې رياض ته دعوت کړی دی. ده ويلي چې ریيسي دغه بلنې ته ليکلی ځواب ورکړی او له سلمانه يې غوښتي چې د ايران پلازمينې تهران ته سفر وکړي. کنعاني زياته کړې چې د ايران د بهرنيو چارو وزير اميرعبداللهيان د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير فیصل بن فرحان آل سعود هم یو بل ته د لیدنې بلنې استولې دي. د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ ليدنې به د لازمو پلانونو له بشپړېدو وروسته ترسره شي. دواړه هېوادونه هم د اقتصاد، سوداګرۍ، کلتور، سپورت او امنيت په برخو کې د همکاريو د تړونونو په پلي کولو بوخت دي.