د مالتا خبري رسنيو خبر ورکړ، چې شاو خوا ۶۰ ناقانونه کډوال چې د مالتا په سمندرګي کې له خطر سره مخ وو، ژغورل شوي او د دغه هېواد جنوبي بندر مارساکسلوک ته انتقال شوي دي. د راپور له مخې، د دغو ناقانونه کډوالو دوه وړونکې بېړۍ له ناڅاپي پېښې سره مخ شوې او بيا د مالتا او ليبيا ترمنځ سمندرګي کې د مالتا د دوو سوداګريزو بېړيو له خوا وژغورل شول. دغه کډوال د مالتا د ځواکونو د بېړۍ له لارې ماساکسلوک ته رسېدلي دي. تر اوسه د دغو کډوالو په اړه مشخص معلومات نه دي خپاره شوي.