د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلېنکن له فشارونو وروسته په سوډان کې د جګړې د دخیلو غاړو ترمنځ د ۲۴ ساعتونو لپاره اوربند وشو. تر دغه اوربند مخکې په خرطوم کې د متحدو ایالتونو د دیپلوماتانو په کاروان باندې هم ډزې شوې دي. په سوډان کې د پوځ د مشر او د هغه د مرستیال د ډلو ترمنځ جګړه شاوخوا څلور ورځې مخکې پیل شوه چې د راپورونو له مخې تر دې دمه په کې شاوخوا ۱۸۵ کسان وژل شوي دي. ملګري ملتونه دا جګړه په سوډان کې یوه بشري کړکیچ بولي. د پوځ جنرال شمس الدین کباشي العربیه ټلویزون ته ویلي چې اوربند به له ۲۴ ساعتونو څخه ډېر نه وي.