شنبه, سپتمبر 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

    غزني کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

    غزني کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

د چين لايحه د افغانستان مسئلې د حل لپاره ښه اغېز کړی

اپریل 20, 2023
in نړیوال خبرونه
0 0

په وروستيو ورځو کې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو څلورمه غونډه  د پام وړ ګرځېدلې ده. د چين له لوري په دې غونډې کې پر دې ټينګار شوی چې د دې هېواد د بيارغونې لپاره ورڅخه د خپل توان په اندازه ملاتړ ته ادامه ورکړي. د روانې میاشتې په دولسمه نېټه چين د افغانستان مسئلې په هکله د خپل دريځ سند خپور کړ او د دې مسئلې په هکله يې د چين عادلانه دريځ هم بيان کړ. په افغانستان کې د چين لوی سفير وانګ يو د اپرېل په اتلسمه نېټه د سي اېم جي له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې داسې ویلي چې د چين لايحه د افغانستان مسئلې د حل وفصل لپاره ښه اغېز لري.

هغه زياته کړې چې شل کاله دمخه امريکا د ترهګرۍ ضد مبارزې په پلمه پر افغانستان یرغل کړی چې له امله يې ګڼ شمېر افغان ملکيانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او په دې هېواد کې بې ساري بشري ناورين هم رامنځته شوی دی. شل کاله وروسته امريکا په غیر مسؤلانه توګه له افغانستان څخه وتلې او د افغانانو لپاره يو ويجاړ شوی هېواد یې تر شا پرېښودلی دی. اوس افغانستان له ګډوډۍ څخه د خوندیتوب کليدي پړاو ته داخل شوی دی.

د افغانستان د ښه ګاونډي هېواد په توګه چين د افغانانو ستونزې احساسولی شي او د دې هېواد راتلونکي پرمختګ ته سترګې په لاره دی. د افغانستان پر وړاندې د چين تګلاره د نړيوالې سولې د ساتلو او د ګډ پرمختګ د پرمخ بېولو په موخه ده او چين ادعا کوي چې د ښه ګاونډيتوب پر بنسټ به په صادقانه توګه له ګاونډيو هېوادونو سره ښه چلند کوي او خپلې ګټې به ورسره شريکوي، څو اسيایي هېوادونه ګډ پرمختګ ومومي او د چين او افغانستان د ګډ برخليک ټولنه په ګډه اباده شي.

د چين د دريځ سند د افغانستان مسئلې په هکله د چين هر اړخيز عادلانه او برابر دريځ ښکارندويي کوي او د سعودي عربستان او ايران ترمنځ د سیاسي اړيکو د اعادې او په منځني ختيځ کې د سولې د رامنځته کېدو لپاره د چين تر منځګړيتوب وروسته د يادې مسئلې د حل لپاره د چين یوه بله لايحه هم ګڼل کېږي. ياد سند تر خپرېدو وروسته په افغانستان او نړيواله ټولنه کې د هرکلي وړ ګرځېدلی دی او ښه اغېز یې کړی دی. په دې سند کې پر دې ټينګار شوی چې چين تل د افغانستان خپلواکۍ، ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی لري، د افغانانو د خوښۍ انتخابونو او مذهبي عقيدې او قومي دودونو ته درناوی کوي. چين به هېڅکله د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي او په دې هېواد کې ګټې نه لټوي او پکې خپل ځواک او نفوذ ته پرمختګ نه ورکوي.

چين غواړي چې په راتلونکي کې د يوه مسؤلانه لوی هېواد په توګه د يادې مسئلې په هکله د سيمه ييزو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ د پياوړتيا او د ګډو نظريو د راټولولو او د افغانستان د پرمختګ لپاره هڅې وکړي او له خپلو مشخصاتو سره سم د افغانستان لخوا د عصري لارې د موندلو لپاره ور څخه ملاتړ وکړي، څو افغانستان د ورېښمو لارې په اوږدو کې د سولې او پرمختګ د مقام په توګه اباد شي.

اوس افغانستان له ګډوډۍ څخه ثبات ته د روانېدو په کليدي پړاو کې دی او چين هم د خپلو مرستو له لارې د افغانانو د ژوند ستونزې لرې کړې او کوي يې.

سفير وانګ يو له افغانستان سره د چين د مرستو او د دوه اړخيزو سوداګريزو همکاريو په باب معلومات خبريال ته وړاندې کړل. هغه وويل: د افغانستان د سرپرست حکومت تر جوړېدو وروسته چين له افغانستان سره څه باندې ۳۵۰ میليونه يوانه مرستې کړې او هغوی ته يې د اړتيا وړ غلې دانې، درمل، جامې او مرستندويه توکي لېږلي دي. د تېر کال په جون کې افغانستان کې زلزلې وشوې او سېلابونه هم رامنځته شول. تر هغه وروسته چين په لومړي وخت افغانستان ته پنځوس میليونه يوانه بېړني مرستندویه توکي واستول. اوس دواړه خواوې د افغانانو د ژوند د ښه والي لپاره د لازیاتو مرستندويه پروژو پر پلي کولو سلا مشورې کوي.

چين د سوداګريزې همکارۍ په برخه کې د جلغوزي د هوايي دهليز له لارې د افغان جلغوزي په شمول ډېر غوره افغان کرنيز توليدات وارد کړي چې افغان بزګران ترې ګټې اخيستې دي.

دغه راز چیني تصدۍ د امو سيند د تيلو پروژې د بيا پيل لپاره هلې ځلې کړې، څو د دوه اړخیزو همکاريو نمونه جوړه او اړوند تأسيسات اباد شي.

چين د افغانستان  ښه ګاونډی او دوست دی او د يوه مسؤلانه لوی هېواد په توګه خپله دنده پر غاړه اخلي.

که څه هم اوس په افغانستان کې د عموميت له لحاظه دولتي ثبات رامنځته شوی، خو د داعش ډلې په شمول ترهګريزې ډلې لاهم کله نا کله بريدونه کوي. سفير وانګ يو ويلي چې په افغانستان کې د چين سفارت د افغانستان وضعيت څاري او د خپلو عملياتو د تر سره کولو له لارې به هغه مفکوره پلې کړي چې  ډيپلوماسي د خلکو لپاره خدمت کوي.

Share2Tweet1Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

سپتمبر 12, 2026

غزني کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

سپتمبر 12, 2026

مودي: د نړیوالې سوداګرۍ لپاره د سمندري لارو امنیت مهم دی

سپتمبر 12, 2026
The Algerian Foreign Ministry headquarters is seen in Algiers, Algeria on May 5, 2026, following Algeria's decision on September 10, 2026, to sever diplomatic relations with the United Arab Emirates after exhausting all avenues to preserve bilateral ties, as stated in a communique from the Ministry of Foreign Affairs. Photo by Billel Bensalem/APP/ABACAPRESS.COM

الجزاير له عربي متحده اماراتو سره ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړې

سپتمبر 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In