د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، بلاول بوټو زرداري، راتلونکې میاشت د شانګهای د همکاریو سازمان په غونډه کې د ګډون په موخه هند ته سفر کوي. هند به د روان ۲۰۲۳ کال، د مې د میاشتې پر څلورمه او پنځمه نېټه د شانګهای د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې کوربه وي. تر ۲۰۱۶م کال وروسته، دا لومړی ځل دی چې یو جګپوړی پاکستاني ډیپلوماټ د دغه هېواد تاریخي رقیب هند ته سفر کوي. که څه هم تر اوسه لا څرګنده نه ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر به د شانګهای د همکاریو سازمان د غونډې په څنډه کې د هندي چارواکو سره لیده کاته ولري کنه، خو بله خوا بیا شنونکي دغه سفر مهم ارزوي. د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې تل له تاوتریخوالي څخه ډکې دي او دغه دواړو ګاونډیانو د کشمیر د کشالې پر سر درې ځلې جګړه هم کړې ده.