شنبه, سپتمبر 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

    غزني کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

    غزني کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

شي جين پينګ او د چين د فضانوردۍ چارې

اپریل 22, 2023
in نړیوال خبرونه
0 0

د چين د کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګرېس راهيسې چين د نړۍ په کچه د فضايي چارو، د مصنوعي سپوږمکيو د مخابراتو او د انسان وړونکو راکټونو توغولو په شمول، زياتو ساحو کې د پام وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. دا ټولې لاسته راوړنې له دې امله دي، چې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ تل د چين د هوانوردۍ او فضانوردۍ چارو ته پاملرنه کړې او د دغو چارو په برخه کې یې نه ستړې کېدونکی کار کړی او لا یې هم کوي. د فضانوردۍ د اتمې ورځې د رارسېدو په وخت کې د فضانوردۍ په چارو کې د شي جين پينګ د پاملرنو په هکله معلومات به په دې متن کې  ولولئ.

د ۱۹۷۰ کال د اپرېل په ۲۴مه نېټه په چين کې د دونګ فانګ هونګ لومړي نمبر په نوم، لومړۍ ځمکنۍ مصنوعي سپوږمکۍ په بريالۍ  توګه فضا ته وتوغول شوه. په هغه وخت کې دا د چينايانو لپاره ډېر وياړ و. د چينايانو رهبر شي جين پينګ په زړه کې هم د فضانوردۍ په چارو کې ژور خوب لري. له ۴۳کلونو وروسته، شي جين پينګ د چين د فضايي تېکنالوژيو د څېړنې په انسټيټيوټ کې له ټولو کارکوونکو سره د دونګ فانګ هونګ لومړي نمبر سپوږمکۍ د توغولو  غورې شېبې يادې کړې، چې د چينايانو د زحمتونو او هڅونې روحيې څرګندوي .

شي جين پينګ د ۲۰۲۰م کال په اپرېل کې د دونګ فانګ هونګ لومړي نمبر سپوږمکۍ د توغولو په دندې کې برخه والو  زړو ساينس پوهانو ته يو ځوابي پيغام لېږلی او په ترڅ کې يې په نوې زمانه کې د فضايي چارو کارکوونکو ته نېکې او صمیمې هيلې وړاندې کړې، چې په هر شرط بايد په خپله د هڅولو او زيار ايستلو ټينګ هوډ وساتي، د فضايي چارو له پخوانيو ساينس پوهانو څخه زده وکړي، هر ډول ستونزو ته ماتې ورکړي، په زړه ورتوب سره د فضانوردۍ ساينس او تېکنالوژۍ  پیاوړې کړي، تر څو چينايان په فضايي چارو کې لا ثابت او زيات برياليتوبونه تر لاسه کړي او چين په دې ساحه کې غښتلی هېواد وګرځي.

د سپوږمکۍ اکتشافي پروژې په ټوله نړۍ کې د ساينس او تېکنالوژۍ په ساحه کې مخکښې دي. په چين کې د سپوږمکۍ اکتشافي پروژو په بهير کې ساينس پوهان له ډېرو ستونزو سره مخ  شوي، خو  ګڼ شمېر لاسته راوړنې یې هم درلودلي دي. د چانګ عه لومړۍ نمبر سپوږمکۍ سپوږمۍ ته توغول  شوې او د چانګ عه پنځم نمبر راستنېدونکې دستګاه په سپوږمۍ کې د اخيستل شويو ځمکو نمونو په  اخیستلو سره بېرته ځمکې ته ښکته شوې ده.

شي جين پينګ وويل، چې د سوسياليزم د عصري کېدو له لارې د پياوړي هېواد د ابادۍ او د چيني ملت د بيا سمسورتيا  رامنځته کېدل باید د هر چينايي په زړه کې  کې یو ارمان وي،  هلې ځلې ورته وکړي او نسل په نسل د دوامدارو هڅو په ترڅ کې برياليتوبونه تر لاسه کړي. شي جين پينګ د سپوږمکۍ اکتشافي پروژې د چانګ عه د څلورم نمبر سپوږمکۍ توغولو په دنده کې له استازو سره د ليدنې په وخت کې وويل، چې موږ بايد د نړۍ د ساينس او تېکنالوژيو د پرمختګ تمايل ونيسو، علمي روحيې ټينګې کړو، ستراتيژيو، بنسټيزو او پرمختللو ساحو ته پاملرنه وکړو، نيمګړتياوې  له منځه یوسو، د پرمختګ تمايل لپاره مخکې له مخکې تنظيمات ولرو ، کليدي او مرکزي تېکنالوژۍ  پیاوړې کړو، د هېواد د نوښت سيستم عمومي اغېزه لوړه کړو، په پر له پسي ډول د ساينس او تېکنالوژۍ او د نوښت توان  غښتلی کړو او د نړۍ په لوړو تېکنالوژيو کې مهم مقام ونيسو.

د فضا لټول د ټولو انسانانو ګډ خوب دی. شي جين پينګ څو څو ځلې په اشارې سره ويلي، چې چين تل په معقوله توګه د فضا سرچينې د لټولو او استفاده کولو، د فضايي چاپېريال د ساتلو دريځ غوره کوي او د فضايي چارو هڅونه کوي، چې ټولو انسانانو ته ګټې ورسوي. هغه د چانګ عه د څلورم نمبر سپوږمکۍ توغولو په دنده کې له استازو سره د ليدنې په ترڅ کې د فضانوردۍ چارو د ساينس پوهانو هڅونه  کړې، د فضا د سوله ايزې استفادې او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره د چين  ځواک، وړانديز او قوت وړاندې  کړی.هغه وويل، چې موږ غواړو له بېلا بېلو هېوادونو سره يو ځای ګډ بحثونه وکړو،ګډې ابادۍ وکړو او لاسته راوړنې ګډې شريکې کړو، د علمي څېړنو لپاره نړيوال تګ راتګ پياوړی کړو، علمي پلان، پروژې او ابادۍ پرمخبوزو، د نوښت توان  غښتلی او همکارۍ پراخې کړو، تر څو د انسانانو د علمي چارو د پرمختګ هڅونه وکړو.

د ۲۰۲۳م کال د اپرېل ۲۴مه نېټه به د چين د فضانودرۍ اتمه ورځ وي. په تېر يو کال کې چين د فضانودرۍ په ساحه کې پر له پسې  لاسته راوړنې  درلودلي، چې په ټول کال کې يې د ۶۴ځلو لپاره د سپوږمکيو او فضايي بېړيو د توغولو دندې تر سره کړې، فضايي سټېشن يې په بشپړه توګه جوړ کړی، د لومړي ځل لپاره يې په سپوږمۍ کې نوې کاني ډبرې پيدا کړې او  د لمر د اکتشاف هراړخيزه شبکه يې په ابتدائي ډول جوړه  کړې ده. په روان کال کې به په چين کې د سپوږمۍ اکتشافي پروژې څلورمه دوره او د سيارو اکتشافي مهمې پروژې تر سره شي، تر څو د چين فضايي سټېشن د کارولو او پرمختګ پړاو ته ورسېږي.

Share2Tweet1Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

سپتمبر 12, 2026

غزني کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

سپتمبر 12, 2026

مودي: د نړیوالې سوداګرۍ لپاره د سمندري لارو امنیت مهم دی

سپتمبر 12, 2026
The Algerian Foreign Ministry headquarters is seen in Algiers, Algeria on May 5, 2026, following Algeria's decision on September 10, 2026, to sever diplomatic relations with the United Arab Emirates after exhausting all avenues to preserve bilateral ties, as stated in a communique from the Ministry of Foreign Affairs. Photo by Billel Bensalem/APP/ABACAPRESS.COM

الجزاير له عربي متحده اماراتو سره ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړې

سپتمبر 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In