شنبه, مارچ 7, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

    اوچا: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۴ ملکي وګړي شهیدان شوي دي

    رییس الوزرا: ا.ا د مذاکراتو له لارې د ستونزو پر حل باور لري

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

    اوچا: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۴ ملکي وګړي شهیدان شوي دي

    رییس الوزرا: ا.ا د مذاکراتو له لارې د ستونزو پر حل باور لري

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه تحلیل

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

لیکنه: سپین سالار

جنوري 6, 2019
in تحلیل, لیکنې
0 0

امريکا عملاً د يوې خطرناکې جګړې پر ډګر د افغانستان د بدلولو اعلان وکړ او په دغه کار سره يې د افغانستان په اړه خپل بد نيت څرګند کړ.

که څه هم چې افغان ولس پر خپل هېواد د امريکا د يرغل له هماغه لومړيو څخه د واشنګټن پر خطرناکو موخو پوهېدو، خو اوس دا موخې تر لمر روښانه شوې.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په روان ۲۰۱۹ ز کال کې له خپلې کابينې سره په لومړۍ ناسته کې د افغانستان په اړه حيرانوونکې څرګندونې وکړې او عملاً يې له روسيې، پاکستان او هند څخه وغوښتل چې په افغانستان کې دې جګړه وکړي.

ټرمپ په خپلو خبرو کې پر افغانستان د پخواني شوروي يرغل هم په حقه وباله او ويې ويل چې شوروي ته (ترهګر) ورتلل، نو روسيې حق درلود چې پر افغانستان يرغل وکړي.

د افغانستان په اړه د ټرمپ  وروستۍ څرګندونې له څو اړخونو څخه د غور او تامل وړ دي.

که څه هم امريکا پخوا د افغانستان د خپلواکۍ خيال نه دی ساتلی، خو ټرمپ په دې خبرې سره  يوځل بيا په ښکاره د ټولو نړيوالو اصولو خلاف، د افغانستان په چارو کې مداخله وکړه.

ټرمپ په داسې حال کې پر افغانستان د روسيې يرغل په حقه ګڼي، چې په ۱۳۵۷ لمریز کال کې د پخواني شوروي له ملاتړه برخمنو کمونيستانو په افغانستان کې د قانوني نظام پرخلاف خونړۍ کودتا وکړه. د وخت ولسمشر يې د خپلې کورنۍ له ۳۰ غړو سره وواژه او بالاخره پر افغانستان پخواني شوروي همداسې خونړی يرغل وکړ، لکه  په ۲۰۰۱ ز کال کې چې امريکا وکړ او هماغه د کمونيستانو کودتا د شوروي د تېري او تر ننه د افغانستان د ټولو بدمرغيو او ستونزو پيلامه شوه.

په داسې حال کې چې د ۱۳۵۷ لمریز کال د غويي د ۷مې له کودتا مخکې، په افغانستان کې يو مرکزي حکومت و او له افغانستانه هېڅ هېواد ته ګواښ نه و.

بل دا چې ټرمپ په ښکاره توګه وويل چې اوس د دې وخت دی چې روسيه، هند او پاکستان په افغانستان کې جګړه وکړي.

ټرمپ په دغه کار سره د افغانستان په اړه د امريکا بد نيت په ډاګه کړ او دا يې وښوده چې امريکا ته د افغانستان د خلکو ژوند او د دغه هېواد برخليک هېڅ ارزښت نه لري او که د امريکا ګټې يې ايجاب کړې، نو دوی حاضر دي چې د افغانستان د برخليک په اړه له نورو هېوادونو سره معامله وکړي.

دې ته په پام سره چې پاکستان او هند په خپل منځ کې پخوانۍ دښمنۍ لري او دغه راز پاکستان له افغانستان سره هم تل د دښمن په شان عمل کړی او څومره يې چې وس شوی افغانستان يې د بدمرغيو او ستونزو ډنډ ته ور ټېل وهلی او همدارنګه روسيه چې د پخواني شوروي اتحاد ميراث خوره ده، هغه شوروي چې پر افغانستان د دوی د تېري ټپونه لا جوړ شوي نه دي، بلکې هماغه ټپونه په ناسور بدل شوي او افغانان ترې کړېږي، نو افغانستان ته يې بيا رابلل په څه معنا دي؟

د دې معنا دا ده چې امريکا غواړي افغانستان د سوريې په برخليک اخته کړي، داسې چې يوه سيمه به روسيه بمباروي، بله به هند، بله پاکستان، بله امريکا او ښايي ايران او نور هېوادونه هم ور ګډ شي چې دا د جګړه ځپلي، ټپي او په ستونزو کې ښکېل افغانستان لپاره د زهرو غوړپ دی، چې که تر ستوني يې تېر شو، نو د تل لپاره به بيا سر پورته نه کړي.

امريکا په ۲۰۰۱ ز کال کې د ترهګرۍ او نشه يي توکو له منځه وړلو، د ښځو له حقونو څخه د دفاع او له داسې نورو پلمو او شعارونو سره پر افغانستان تېری وکړ، خو له هماغه پيل څخه تر نن پورې يې دلته داسې وحشتونه ترسر کړل چې با عزته انسان يې په يادولو شرمېږي.

په هوايي او ځمکنيو بريدونو کې يې بې شمېره ښځې، ماشومان، ځوانان او سپين ږيري ووژل، بې عزته يې کړل، زندانونه يې ور باندې ډک کړل او دغه لړۍ لا هم دوام لري.

ټرمپ  د امريکا کابينې ته په خپلو څرګندونو کې اعتراف وکړ چې په افغان جګړه کې ښکېلو جنرالانو چې څومره پيسې ترې غوښتې، ور يې کړې، څو طالبان او داعش د يو او بل پرضد وجنګېږي.

د ټرمپ دې خبرې هغه حقيقت په ډاګه کړ چې افغان ولس لا ډېر پخوا چيغې وهلې چې امريکا په افغانستان کې د جګړې د دوام لامل ده او همدا امريکايان غواړي چې د افغانستان پر سر له نورو هېوادونو سره معامله وکړي.

ټرمپ يو عادي امريکايی نه دی چې خبرې يې يو ساده او شخصي تحليل وګڼل شي، بلکې د دغه هېواد ولسمشر دی او د ده خبرې د امريکا د رسمي دريځ استازيتوب کوي او کټ مټ هغه حقيقت دی چې امريکا يې غواړي.

ټرمپ خو اوس يوازې دا خبره کړې چې امريکايي جنرالانو ته يې د داعش او طالب ترمنځ د جګړې لپاره پيسې ورکړې، خو حقيقت دا دی چې امريکا د ټولو افغانانو ترمنځ جګړه غواړي او دا خبره په تېرو شاوخوا اتلسو کلونو کې هر افغان ته ثابته شوې چې دوی پر افغانستان د تېري له هماغه پيل څخه د حکومت په څنګ کې ځينې پخواني قوماندانان، واليان او بدماشان استخدام کړل او د خپلو عسکرو په شان يې ترې استفاده وکړه او لا يې هم کوي.

دوی ان د دې خيال هم ونه کړ چې دغه کسان به بالاخره مرکزي دولت ته په سرخوږي بدل شي او د کابو کولو توان به يې نه لري.

څو ورځې وړاندې بې بي سي د نيويارک ټايمز ورځپاڼې په حواله ليکلي وو چې د امريکا استخباراتي ادارې (CIA) په افغانستان کې داسې کسان استخدام کړي چې د افغان پوځ او پوليسو په پرتله درې چنده تنخوا ورکوي او دغه ځواکونه د چاپو پرمهال د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې خيال نه ساتي.

د بي بي سي په دغه راپور کې ویل شوي چې دامريکا د استخباراتي ادارې ملاتړي ځواکونه  ولسي افغانان وژني او ربړوي يې.

اوس د امريکايي موخو په لا بربنډېدو سره افغانانو ته پکار ده چې نور دې د خپل هېواد د برخليک په اړه فکر وکړي او د خدای( ج) په خاطر دې د دغه مظلوم ولس پر حال رحم وکړي او په خپلو کې دې سره کېني او امريکا ته دې ځواب ورکړي.

که لا هم د امريکا پر نيت نه پوهېږو او لا هم په دې تمه وو چې پردي به مو وژغوري، نو هېواد به له ډېر خطرناک برخليک سره مخ شي چې بيا به يې ژغورل د ډېرو افغانانو ژوند واخلي او ان ښايي په هره بيه يې ونه شو ژغورلای.

نور بايد په دې پوه شو چې هېڅوک زموږ له غمه نه دي مړه او که د دوی ګټې يې ايجاب کړي، نو په ډېره ناڅيزه بيه به مو وپلوري.

له دغه ناورين څخه د ژغورنې يوازينۍ لار د افغانانو يووالی او با عزته سوله او ټولو پرديو ته ځواب او له هېواد څخه ايستل دي.

Share983Tweet388Share155

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

Comments 1

  1. حسیب الله says:
    7 کلونه ago

    زمونږ د دولت مشران د ملت هیڅ غم او فکر نکوی چی د یوالی او اتحادیی کوشش او هڅه وکړی ځکه دوی مخکی له مخکی په خارجی هیوادونو کی د ځان لپاره ژوند برابر کړی دی.
    چا د جهاد په نامه او چا د دیموکراسی په نامه ځانونه شتمن کړل او اخر کی د خنځیر په څهره کی راښکاره شو لکه حکمتیار چی اوس د ۴۹ هیوادو سره همغږی دی.
    زما نظر؛
    دا حدیث او ایات کی ویل شوی دی چی کفر په هیڅ صورت د مسلمان دوست نشی جوړیدلای.
    کاش چی ټول افغانان پوه شوی وی چی نه کفار زمونږ دوست کیدای شی اونه دا پخوانی جهادی خنځیران.

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

مارچ 7, 2026

په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

مارچ 7, 2026

مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

مارچ 7, 2026

شي جين پينګ د جيانګ سو ولايتي پلاوي په بحثونو کې ګډون وکړ

مارچ 6, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In