د سولې عالي شورا وايي، د سولې د مذاکراتو لپاره د امریکا نوی ټاکل شوی استازی دې په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره هر اړخیزې هڅې وکړي.
د دې شورا منشي امین الدین مظفري د يکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته ویلي چې خلیلزاد د دغه کار د ترسره کولو توان لري او باید کوښښ وکړي چې بین الافغاني مذاکراتو ته زمینه مساعده کړي.
نوموړي ویلي: «زما هیله دا ده چې هغوی وتوانېږي نړیوالې ټولنې ته قناعت ورکړي او په کور دننه هم داسې زمینې مساعدې کړي چې بین الافغاني مذاکراتو او خبرو اترو ته لار هواره شي».
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې امریکا په دې وروستیو کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو اترو لپاره زلمی خلیلزاد د خپل استازي په توګه ټاکلی دی.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې دویم منشي عرفان الله عرفان وايي چې خلیلزاد دې له يوې هر اړخیزې طرحې سره د سولې د خبرو اترو میدان ته ننوځي: «زه هیله لرم کومه پېژندنه او اړیکه چې خلیلزاد له افغانانو سره لري، له مخې به يې په نوې طرحې باندې کار وکړي چې د حکومت ترڅنګ د سیاسیونو، مخالفینو او حتا زموږ د ګاونډيانو لپاره د قناعت وړ وي».
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د سولې لپاره په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه هڅې پراخې شوي چې ښې بېلګې یې د سعودي، قطر، اندونیزیا او روسیې ناستې دي.
که څه هم طالبانو له دې وړاندې له افغان حکومت سره د سولې خبرې رد کړې دي، خو ولسمشر محمد اشرف غني دوې اونۍ وړاندې په کابل کې يوې ناستې ته وویل چې افغانان له بل هر وخت زیات سولې ته نږدې شوي دي.