ځینې امریکايي څېړونکي له هندي نژاده «فلایډ کاردوز» سره له څو لسیزو د مسالې په اړه څېړنې کوي چې د دغو څېړنو د نتیجې پر بنسټ په خوړو کې د مسالې استعمال انسان له مختلفو مهلکو ناروغیو څخه ژغورلی شي. دلته مو له ځینو هغو مسالو سره اشنا کوو چې ځینې طبیعي مواد او په ګټور خاصیت لرلو سره په بدن کې د سرطان د حجراتو په له منځه وړلو کې ډېره زیاته مرسته کوي.
۱- کورکمن (Turmeric) : د امریکايي او هندي څېړونکو په وینا، کورکمن نه یوازې دا چې د خوړو خوند زیاتوي، بلکې د انټي اکسیډېنټ (Antioxidant) یو له غوره منابعو هم ګڼل کېږي. اکسیډېنټ ضد خاصیت او مواد په بدن کې د سرطاني حجراتو مخه نیسي او په دې ډول انسان د سرطان له بېلابېلو ناروغیو څخه ژغوري. د څېړونکو په وینا، که چېرې له کورکمن سره تور مرچ هم ګډ شي، نو روغتیايي ګټې يې نورې هم زیاتېږي.
۲- زنجبیل یا سوڼ: د څېړونکو په وینا، له کورکمن پرته د مسالې نور ډېر ډولونه هم د سرطان په مخنیوي کې عمده رول لوبوي. که چېرې زنجبیل له سویا یا سونف سره یو ځای استعمال شي، په بدن کې سرطاني حجرات وژني.
۳- مرچ: په سرو مرچو کې شته کیسین نومي مواد په بدن کې د سرطاني حجراتو په خلاف جګړه پیلوي. څېړنو ثابته کړې چې مرچ په حیرانووکي ډول په وینه کې هر ډول سرطاني حجرات له منځه وړي.