د افغانستان د باسکټبال وېلچر ملي لوبډلې په تایلېنډ کې د اسیايي سیالیو په لومړۍ لوبه کې خپلې سیالې کوېټ لوبډلې ته ماتې ورکړه. د هېواد د باسکټبال ویلچر ملي لوبډلې لوبډلمشر شکرالله ځیرک وايي، افغان لوبډلې خپل سیال کویټ ته د ۷۱ پر ۴۸ ستر توپیر ماته ورکړه. ټاکل شوې افغان لوبغاړي سبا د دې سیالیو په دویمه لوبه کې د هانګ کانګ پر وړاندې لوبه وکړي. د تايلېنډ اسيايي سيالۍ د افغانستان د معلولانو لوبډلې په ګډون د نهو هېوادونو تر منځ د سياليو په مهالوېش کې تر لږ له بدلون وروسته پيل شوې دي.