د ایران د ملي امنیت سلاکار ویلي طالبان چمتو دي خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي. د بي بي سي فارسي خبر له مخې، نوموړي دا څرګندونې په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال کړې دي. هغه چې څو ځله یې له افغان طالبانو سره خبرې کړې دي، دغه راز ویلي، که چېرته امریکا له افغانستانه ووځي، طالبان هم چمتو دي خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي. په ورته وخت کې ایسنا خبري اژانس بیا د نوموړي له قوله ویلي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د احتمالي وتلو په اړه د ټرمپ وروستۍ څرګندونې پر ځای دي، خو په خبره یې امریکا په داسې حال کې له افغانستانه د وتلو خبره کوي چې په دغه هېواد کې یې د امنیت ډاډمنتیا لپاره هیڅ تضمین نه دی پرېښی. هغه ویلي، له طالبانو سره خبرې له داعش سره د خبرو په مانا نه دي او امریکا باید دا ثابته کړي چې که چېرته دوی وځي، نو دا ډله به نه پیاوړې کېږي. نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې ټاکل شوې روانه اونۍ په قطر کې د طالب استازو او امریکایي پلاوي تر منځ د سولې بل پړاو خبرې پیل شي. د یادونې ده چې ایران په وار وار امریکا په افغانستان کې د داعش ډلې په ملاتړ تورنه کړې خو امریکا بیا دا تورونه په کلکه رد کړي دي.