کورنیو چارو وزارت د تر څار لاندې کسانو د نوملړ تر اعلان وروسته ویلي، ژر به د هغو کسانو نومونه هم اعلان کړي چې له دولتي امکاناتو په استفادې د ښار نظم او امنیت ګډوډوي. د یاد وزارت ویاند نجیب دانش پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، که چېرته دا کسان چې نوموړي نیمه دولتي مافیا بللې د کورنیو چارو وزارت خبرداری بابېزه وګڼي نو بانکي حسابونه به یې بند او ممنوع الخروج اعلان کړي. نوموړي دغه راز لیکلي، ژر به د هغو زورواکو نومونه اعلان او ترې به وغواړي چې یاد وزارت سره خپل حسابونه پاک کړي او کنه نو پر ځان او د کورنۍ پر غړو به د هوایي ډګرونو دروازې وتړي. دا په داسې حال کې ده چې یاد وزارت پرون د ۲۲۲هغو کسانو نومونه اعلان کړل چې په وړو غلاو او د ښار د امنیت په ګډوډولو کې یې لاس درلود. د یاد وزارت په خبره نن یې له هغې ډلې پنځه تنه د ښاریانو په همکارۍ نیولي دي.