د روغتیا نړیوال سازمان ۷۶مې لویې غونډې د مې په ۲۲مه نېټه د یوې پرېکړې په کولو سره د ځينو هېوادونو هغه وړاندیز رد کړ چې تایوان دې د ناظر په توګه په یاده لویه غونډه کې ګډون وکړي.
په ژنیو کې د ملګرو ملتونو دفتر او نورو نړیوالو سازمانونو کې د چین استازي چن شو په یوه خبري ناسته کې وویل، روغتیا نړیوال سازمان د مسلسلو ۷ کلونو لپاره د دې سازمان په لویه غونډه کې د تایوان ګډون وړاندیز رد کړی، ترې ښکاري چې د یو چین پېژندنې اصل د نړیوالې ټولنې پراخ ملاتړ لري.
چن شو وویل، په نړۍ کې یوازې یو چین موجود دی، تایوان د چین یوه نه جلا کېدونکې برخه ده. د یو چین پېژندنې اصل د نړیوالې ټولنې اجماع ده او د نړیوالو اړیکو د بنسټيزو اصولو د تطبیقولو بنسټ هم دی. د روغتیا نړیوال سازمان په شمول ټولې نړیوالې موسسې باید په خپلو فعالیتونو کې د تایوان سیمې ګډون په برخه کې د یو چین پېژندنې له اصل سره سم چلند وکړي. دا د ملګرو ملتونو د اسامبلۍ د ۲۷۵۸م پرېکړه لیک او د روغتیا نړیوال سازمان په اړوند پرېکړه لیک کې تائید شوی مهم اصل دی.
د روغتیا نړیوال سازمان د سږنۍ لویې غونډې تر پرانیستلو مخکې نږدې ۱۴۰ غړو هېوادونو يې د یو چین پېژندنې اصل ټينګار کړی او په یاده غونډه کې يې د تایوان سیمې له ګډون سره مخالفت په ډاګه کړی. نږدې سلو هېوادونو د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مدیر ته د پیغام په لیږلو او یا د اعلامیو په خپرولو سره د خپل هېواد د یووالي د ساتلو لپاره د چین له کوښښونو ملاتړ څرګند کړی دی.
ښاغلي چن شو دې ته په اشارې سره چې د تایوان ځايي مقامت یعنې د ډيموکراټ او پرمختګ ګوند له ډېرو کلونو راهیسې د مختلفو خواوو له هیلو او د تایواني وګړیو له ګټو خلاف د خپلو شخصي سیاسي غوښتنو لپاره له تش په نوم ملګرو سره يې سیاسي شخړو ته لمن وهلې ده. د تایوان تش په نوم ځايي مقامت د غلام په توګه د ځینو لوېديځو هېوادونو لخوا ګمارل شوی او غواړي د بهرني قوت په ملاتړ له چین څخه جلا شي، خو د هغوی دغه شان ناروا او غیر منطقي غوښتنه به هرومرو ناکامه شي، د دغه شان هلو ځلو دوام به د تایوان د سخت زیانمنېدو سبب وګرځي.
ښاغلي چن شو زیاته کړه، چې د چین مرکزي حکومت د تایوان د وګړیو روغتیا ته جدي پاملرنه کړې او کوي يې، په دوامداره توګه يې د نړیوالو روغتیايي مالوماتو ترلاسه کولو لپاره له تایوان سره اړوندې مرستې کړې دي. مرکزي حکومت د یو چین پېژندنې اصل پر بنسټ د ګردې نړۍ په روغتیايي چارو کې د تایوان سیمې د ګډون په هکله مناسب ترتیب کړی چې له مخې يې تایوان په عادي توګه د روغتیا نړیوال سازمان لخوا خپاره شوي مالومات تر لاسه کولای شي او د تایوان طبي کارپوهان په شخصي توګه د یاد سازمان په ځینو فعالیتونو کې ګډون کولای شي.
دا مالومه ده چې اوس تایوان د روغتیا نړیوال سازمان په لویه غونډه کې د ګډون حق نه لري، لامل يې دا دی چې د تایوان د ډیموکراټ او پرمختګ ګوند له چین څخه د بېلتون پر ناسمې ادعا ټينګار کوي، د یو چین پېژندنې د اصولو په اړه اجماع ردوي او د تایوان تنګي د دواړو غاړو د مشورې سیاسي بنسټ يې ویجاړ کړی، په دې توګه په یاده لویه غونډه کې د تایوان سیمې د ګډون سیاسي بنسټ موجود نه دی.
ښاغلي چن شو پر دې ټینګار وکړ، چې تایوان د چین نه جلا کېدونکې برخه ده، د تایوان مسئلې حلول د چینایانو خپل کار دی او باید د چینایانو لخوا پرېکړه کېږي. ځينو بهرنیو قوتونو په دې وروستیو کلونو کې د تایوان له مسئلې په استفادې د چین پرمختګ د مخنیوي لپاره په دوامداره توګه شومې کړنې ترسره کړې او له چین څخه د تایوان جلا کېدوونکي يې ډېر هڅولي او په دې توګه يې تاوتریجوالی جوړ کړی دی. دغه هېوادونه له تایوانه د غلام په توګه کار اخلي، د تایوان خلکو روغتیا ته هېڅ پاملرنه نه کوي. د چین حکومت به د تایوان مسئلې په اړه هېڅ سازش و نه کړي، ټولې هغې هڅې به ناکامې شي چې د تایوان له مسئلې په استفاده د نړیوال اصول ماتوي.