افغانستان او سعودي عربستان به ډېر ژر د چین-پاکستان له اقتصادي دهلیز سره یو ځای شي. د پاکستاني حکومت یوه چارواکي نورالحق قادري ویلي چین پرېکړه کړې چې له دغه سترې پروژې سره به افغانستان هم وصلوي. دده په خبره ډېر ژر به سعودي عربستان او افغانستان په دغه پروژه کې شریک کړل شي او په دې توګه به ددغه جګړه ځپلي هېواد په اقتصادي وده کې پوره همکاري شوې وي. نوموړي همدا راز ویلي چې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان نوی حکومت غواړي د افغانستان په ګډون له ټولو هېوادونو سره نږدې اړیکې ولري او په دې برخه کې به پوره پوره هڅه کوي. نږدې دوه اونۍ وړاندې چین اعلان وکړ، چې تر اوږدو بحثونو وروسته یې پرېکړه کړې، څو افغانستان هم د چین-پاکستان د اقتصادي دهلیز په ستره پروژه کې شریک کړي. دغه پروژه په پاکستان کې پلې کېږي او چین ورباندې پنځوس میلیارده ډالر پانګونه کوي.