خپلو ماشومانو ته یوازې د هغوی د خوښې کتاب راوړی او د ذوق احترام یې وکړئ، ډاډه اوسی، هغه څه چې دوی یې د ځان لپاره خپله ټاکي، د دې سبب ګرځي چې له کتاب لوستلو سره مینه پیدا کړي، خو یوڅه ته مو باید پام وي، دوی ته داسې کتاب راوړی چې اړوند توکي پکې د دوی له سن سره برابر، ګټور او داسې څه پکې نه وي چې پر دوی بد اغېز وکړي. که یې بیا هم غوښتنه وه، دغه چاره داسې مديریت کړی چې ماشوم مو د کتاب له لوستلو زړه توری نه شي او په پایله کې د بل کتاب د اخیستو غوښتنه وکړي.
اولادونه مو د عامه کتاب خونو غړي کړئ
ډېری وخت ماشومان غواړي چې یو کتاب یې په خپل نوم وي او دا احساس کړي چې ګواکې دغه کتاب د ده خپل مال دی او ډېری وخت له هماغه یوه کتاب سره مصروف وي، خو دا کاپي نه ده. کېدای شي له کیسو نور ستړي شوي وي. کتاب خونه له دوی سره مرسته کوي چې د خپلې خوښې هر ډول کتاب پکې پیداکړي، بې له دې چې پیسې پرې ورکړي. کتاب خونو ته د ماشومانو بېول مو له کتاب خونو سره د ماشومانو مینه زیاتوي.