د مرکزي زون پراختیایي اداره د راتلونکو دریو کلونو لپاره د صنعتي پارکونو په برخه کې د سلګونو میلیونو ډالرو پانګونې د جذب خبره کوي.
دغه اداره وایي، په اقتصادي او صنعتي پارکونو کې د پانګونې زیاتوالي ډېرو خلکو ته د کار زمینه برابره کړې او ورسره به کورني تولیدات هم زیات شي.
د دې ادارې سرپرست عبدالسمیع ستانکزي د خپلو لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه د باریکاب صنعتي پارک ته په اشارې سره وویل: «هغه زېری چې موږ یې لرو، د باریکاب د صنعتي پارکونو چارې په مډرن او د اسانتیاوو په برابرولو سره بشپړې شوې او ۲۹ پانګوالو د اقتصاد له عالي شورا په دغو پارکونو کې د پانګونې تاییدي تر لاسه کړې او په دوه یا دریو راتلونکو کلونو کې به ۳۰۰ میلیونه ډالره پانګه جذب شي چې له دې سره به ۵۰۰ زرو کسانو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.»