د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبدالهیان ویلي، تهران به تر هغې د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت و نه پېژني، تر څو یې یو ټولګدونه حکومت جوړ کړی نه وي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر په یوې غونډه کې د وینا پر مهال، سرپرست حکومت د افغانستان د واقعیت یوه برخه ګڼلې ده. دغه لوړپوړي ایراني ډېپلوماټ ټینګار کړی چې تهران له زدهکړو څخه د افغان ښځو او نجونو د بېبرخې کېدو په اړه اندېښمن دی. له دې وړاندې سرپرست حکومت په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت جوړول د هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه بلل ده او ټینګار یې کړی چې هېڅ هېواد باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه و نهکړي.