د مالي او بانکولۍ په چارو کې د ولسمشر غني د سلاکار ویاند سمیر رسا ویلي، له چین سره د سوداګرۍ د پراختیا په موخه د سوداګریزو پروازونو شمېر ډېرېږي. دده په خبره اوسمهال هره اونۍ چین ته شپږ سوداګریز پروازونه کېږي چې دغه شمېر به په اونۍ کې لسو پروازونو ته ورسېږي. هغه وایي د هوايي دهلیز له لارې له چین سره د سوداګرۍ د پراختیا په موخه هڅه کوي پر نورو لارو چارو هم غور وکړي. رسا زیاته کړې چې دمګړی افغانستان له ګڼو اروپايي، اسیايي او نورو هېوادونو سره د هوايي دهلیزونو له لارې تړل شوی دی او که سوداګر وغواړي حکومت تیار دی، چې له نورو هېوادونو سره هم هوايي دهلیزونه ورته پرانیزي. ده زیاته کړې چې ددې دهلیزونو له لارې تر ډېره، جلغوزي، وچه مېوه، قالینې او نور افغان توکي صادرېږي.