تاجکستان وايي د رېل پټلۍ هغه پروژه یې لغوه کړې چې د افغانستان له خاورې په تېرېدو له ترکمنستان سره وصل کېده. په ازبکستان کې د تاجکستان سفیر ویلي ټاکل شوې وه، چې د رېل پټلۍ یوه پروژه له تاجکستان پیل د افغانستان له خاورې تر تېرېدو وروسته له ترکمنستان سره وصل شي. دده په خبره اوس یې دغه پروژه لغوه کړې ده او پر بدیل یې فکر شوی دی. سفیر ویلي هغه وخت د تاجکستان او ازبکستان ترمنځ اړیکې خړې پړې وي نو اوس چې اړیکې رغېدلې دي، دغه پټلۍ به د ازبکستان له خاورې په لنډه تر ترکمنستان ورسېږي. ددغه پټلۍ یوه برخه لا وار د مخه ترکمنستان جوړه کړې ده او تر افغان خاورې رسېدلې ده. د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي د تاجکستان له حکومت یې ددغه پرېکړې په اړه د وضاحت غوښتنه کړې ده. د ترکمنستان رېل پټلۍ په ۲۰۱۶ کال کې پرانیستل شوه او افغان حکومت هغه د افغانستان د سوداګرۍ د پراختیا لپاره ګټوره وبلله.