نشنل انټرسټ نشریې په یوه مقاله کې لیکلي، چې په افغانستان کې باید روانه جګړه د خبرو له لارې حل شي ځکه دلته د امریکا نظامي حضور او په اوسنۍ بڼه د جګړو دوام د هېچا په ګټه نه دی. په مطلب کې راځي امریکا په خپلو ډېرو موخو کې ناکامه شوې ده او اوس ددې وخت دی چې د سیاسي هلو ځلو پر مټ په افغانستان کې روان ناورین ته د پای ټکی کېږدي. سرچینه زیاتوی د امریکا حکومت دې له طالبانو سره تر هوکړې وروسته له افغانستان ووځي او تر څنګ یې دې د افغانستان پر ګاونډیو هېوادونو سیاسی فشارونه راولي څو د ترهګرو ډلو له ملاتړه لاس واخلي. خو نشنل انټرسټ دا وېره هم لري، چې ښايي اوسنی حکومت د ډاکټر نجیب د حکومت په څېر د مخالفینو له لوري راوپرځول شي. د مطلب په یوه برخه کې راځي د روسانو تر وتلو وروسته ډاکټر نجیب درې کاله مقاومت وکړ، خو که ستونزې حل نه شي او امریکایان له افغانستان ووځي نو افغان حکومت ښايي تر دې کم عمر وکړي.