د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو لوبو لوبډلمشر حشمت الله شهیدي په یوه تازه مرکه ویلي، چې دوی اوس مهال په سریلانکا هیواد کې په تمریناتو بوخت دي او د سریلانکا خلاف دې ورځنیو سیالیو ته یې ښه چمتو والی نیولی دی. نوموړی وایي په کورد ننه د زرغون جام یو ورځنۍ سیالۍ هم د لوبغاړو لپاره ډېرې ګټورې وې، چې دا ورته د لا ښه تمرین زمینه برابره شوې وه. نوموړی زیاتوي له نورو هیوادونو سره بیا دا ډول لوبلړۍ ترسره کول د دې لپاره زیاتې ګټورې دي، چې موږ د راتلونکې اسیا جام او نړیوال جام لپاره لا ډېره ښه لوبډله برابره کړو. لوبډلشمر شهیدي وایي په خپلو ټولو لوبغاړو باوري یم چې په دې لوبلړۍ کې به ښه وځلېږو او ښې لاسته راونې به ولرو. د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د دریو یو ورځنیو لوبو لړۍ د راتلونکې جمعې په ورځ د سریلانکا هیواد په کوربتوب په همبانټوټا ښار کې پیلېږي. د ویلو ده چې افغان لوبډله به د دې لوبلړۍ په پایته رسېدو، کابو یوه اونۍ ورسته بنګله دیش هیواد ته سفر وکړي او هلته به د بنګله دیشۍ لوبډلې سره، د یوازنۍ ټیسټ لوبې په شمول، د یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو لړۍ ترسره کړي.