د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، افغان کشاله پوځي حل نه لري او پر سیاسي حل یې کار ته اړتیا ده. عمران خان د ترکیې له رادیو تلوېزون سره په مرکه کې ویلي، هڅه یې دا ده چې د افغانستان د نورو ګاونډیو هېوادونو په همکارۍ طالبان له امریکا او افغان حکومت سره خبرو ته کېنوي. عمران خان هغه تورونه هم رد کړي چې ګواکي دغه هېواد د ترهګرو ملاتړ کوي. دده په خبره دوی تل د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمن دي او په دې برخه کې لاس ته راوړنې لري. هغه زیاته کړې چې پاکستان پر امریکا د تکیې کولو له امله درنه بیه پرېکړې ده او ډېر زیانونه یې کړي. د عمران خان په وینا کله چې په ۲۰۰۱ لومړي کال کې په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړه پیل شوه نو ورسره جوخت په پاکستان کې هم نا امني او بې ثباتي پیل شوه چې تر نن پورې دوام لري. عمران خان دا هم وویل، چې پاکستان له ګاونډي هند سره خبرې غواړي، خو دا وړاندیز یې څو ځل رد شوی دی او لامل یې هم د هند د ۲۰۱۹ کال ټاکنې دي.