یوه سرچینه وایي، افغان ولسمشر ځکه د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون لپاره امریکا ته سفر ونه کړ چې د امریکا ولسمشر له نوموړي سره لیدنه رد کړې ده، خو رسمي حکومتي سرچینې دغه څرګندونې بې بنسټه بولي. د بهرنیو چارو وزارت یوې معتبرې سرچینې د نامه نه ښودو په شرط رسنیو ته ویلی، ټاکل شوې وه چې ولسمشر غني د ملګرو ملتونو په یاده غونډه کې ګډون وکړي او د دې ناستې په یوه برخه کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وویني. سرچینې زیاته کړه، په همدې موخه یو پلاوی له افغانستان امریکا ته تللی و، خو ټرمپ له افغان ولسمشر سره لیدنه رد کړې او ویلي یې و چې د ولسمشر ټرمپ مرستیال مایک پنس به له غني سره لیدنه وکړي. سرچینه وايي، ولسمشر غني له دې امله چې ټرمپ ورسره لیدنه رد کړې، ونه غوښتل د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ګډون وکړي. د ولسمشر ویاند شا حسین مرتضوي بیا وايي چې دغه معلومات ناسم او بې بنسټه دي.